د اکتوبر اوومه؛ د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو توره ورځ
04/21/2016 | سیف الله مستنیر

    د جالبیت   |  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2

د اکتوبر اوومه د امريکا او ناټو له خوا د افغانستان د اشغال له څوارلسمې کليزې سره سمون خوري. په دغه ورځ امريکا او ناټو د امنيت او له «تروريزم» سره د مبارزې تر شعارونو لاندې د بي ۵۲ الوتکو او کروز توغونديو په واسطه پر افغانستان بريد وکړ او دغه هېواد يې تر خپل يرغل او اشغال لاندې راووست. دغو ځواکونو د هوايي بمباريو او د شمالي ټلوالې د پياده لښکر په مرسته د طالبانو د رژيم لمن ورټوله کړه او د هغه پر ځای يې خپل لاسپوڅی دولت رامنځ ته کړ. له هغه وروسته يې د نړۍ د تر ټولو ناورين پنځوونکو، اوږدو او چټلو ټاکنو له لارې د جان کري په لارښوونه د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کړ، تر هغه چې د لوړې له مراسمو وروسته يې په لومړيو څلورويشتو ساعتونو کې شرموونکی امنيتي تړون له خپلو لاسپوڅو سره لاسليک کړ، چې له امله يې خپل اوږدمهاله شتون او خپلو پوځيانو ته د هر ډول مصؤونيت جواز ترلاسه کړ او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې يې نهه دايمي اډې جوړې کړې.

اوس د افغانستان جګړه د څوارلسو کلونو په تېرېدو سره د امريکا له پولو بهر د هغې په تر ټولو اوږده جګړه باندې بدله شوې. بهرنيو ځواکونو په دغه موده کې د ډول-ډول نظامي عملياتو په ترڅ کې لسګونه او سلګونه زره کسان په وينو کې ولمبول. شپني عمليات يې ترسره کړل او له هر ډول اجازې پرته يې د خلکو پر کورونو باندې يرغلونه وکړل، نر او ښځې يې تلاشي کړل، له تېري وروسته يې هغوی ووژل او ورپسې يې د هغوی جسدونه وسوځول. د افغانستان مسلمانان يې په بېلابېلو نومو سره ونيول او په خپلو رسمي او پټو زندانونو کې يې په ډېر وحشيانه ډول تعذيب او وربړول.

د دغه نظام له لاسته راوړنو څخه کولای شو د اداري فساد ځواکمنېدل، بې حيايي او فحشا، مقدساتو ته سپکاوی، د سکولر اساسي قانون جوړول، د ناورين پنځوونکي اقتصادي نظام «آزاد بازار» پلي کولو ته اشاره وکړو. سره له دې چې تر سل ميليارده ډالرو ډېرې پيسې افغانستان ته راغلې، خو د رفاه، ډاډ او پرمختګ پرځای يې بدمرغۍ او ستونزې راوړې، تر هغه چې اوسمهال تر پنځوس سلنه ډېر خلک د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي او کورنۍ د بې وزلۍ له شدت څخه اړې شوې دي، ترڅو خپل اولادونه وپلوري. د نشه يي توکو کښت لسګونه ځله ډېر شوی، د اعتياد ستونزې د ټولنې ستنې په لړزه راوستې دي، تر دې چې د روږدو شمېر څلور ميليونه تنو ته رسېدلی دی. سره له دې چې د سولې او امنيت دروغ شعارونه ورکول کيږي، مګر د جګړې د افغاني کېدو په پايله کې د غير نظامي وګړو تلفات زښته زيات شوي دي. ستونزمن امنيتي حالت او بېکاري له هېواد څخه هره مياشت د سلګونو زرو افغانانو د فرار لامل شوی دی، هغوی د افغانستان په پرتله د غوره ژوند په موخه ګاونډيو او اروپايي هېوادونو ته مخه کړې ده، چې ګڼ شمېر يې په سمندرونو کې غرق شوي دي. له بل لور څخه استعمار په دغه موده کې د خلکو ترمنځ قومي، ژبني، سمتي او مذهبي توپيرونه رامنځ ته کړي دي او د ټولنې ترمنځ يې سخت ژور درزونه جوړ کړي دي.

له هغه ځايه چې افغانستان د امريکا او ناټو ځواکونو د ستراتيژيکو او سيمه ييزو موخو د ترلاسه کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کارول کيږي، په هېواد کې لاسپوڅی حاکم نظام هم د امريکا او ناټو په استازيتوب په سيمه کې د هغوی جګړه پر مخ بيايي. امريکا او ناټو هڅه کوي ترڅو د جګړې جغرافيه د منځنۍ او جنوبي آسيا پر لور پراخه کړي او د افغانستان مسلمان وګړي د دغه تباه کوونکې جګړې د سون توکو په توګه وکاروي.

اې د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو!

د امريکا او ناټو هغه شعارونه چې د امنيت، د خلکو د ژوند د غوره کېدو، سولې، پرمختګ، هوساينې له «تروريزم» سره د جګړې او ... ټول دروغ وختل او د دغو شعارونو په قالب کې يې هڅه وکړه ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي، اسلامي ويښتابه ته زيان ورسوي او په اسلامي خاورو کې د وينې تويولو او جګړې په واسطه لوټ تالان رامنځ ته کړي. هغه سوله او ډيموکراسي چې امريکا يې په اړه شعارونه ورکوي، د افغانستان مسلمان ولس ته يې له اسارت او ذلت څخه نورڅه نه دي راوړي. څنګه دا امکان لري، هغه امريکا چې تاريخ يې له ملتونو سره له خيانتونو ډک دی، همېشه يې اشغال، تېری، وحشت او بربريت خور کړی دی، د افغانستان خلکو ته سوله او هوساينه راوړي؟!

نو اې د افغانستان کړېدلو خلکو!

زموږ غږ تاسو د افغانستان مظلوم او زړور ولس ته دا دی چې؛ مه پرېږدئ ترڅو استعمار تاسو په پورتنيو دروغ ثابتو شوو شعارونو باندې وغولوي؛ الحق چې د کفارو وعدې د تارکشې له کور (بيت العنکبوت) څخه ضعيف دی. نو له همدې امله له يوه اړخ څخه استعمار د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له تاسو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او له تاسو څخه د سون توکو په توګه په خپلو نيابتي جګړو کې کار اخلي او له بل پلوه الله سبحانه وتعالی پر مسلمانانو باندې د کفارو واکمني او حاکميت حرام کړی دی. نو مه پرېږدئ چې استعمار دوام وکړي او د هغوی حاکميت په دغه اسلامي خاوره کې لا ځواکمن شي؛ بلکې د فکري او سياسي مبارزې په ترڅ کې په حزب التحرير کې د خپلو وروڼو سره يوځای له اسلامي خاورو څخه د استعمار لاس پرې کړئ او د هغوی لاسپوڅي فاسد نظامونه چې زرګونه بدمرغۍ او ناورينونه يې موږ ته راوړي له منځه يوسئ، ترڅو پر ځای يې د راشده خلافت دولت تاسيس کړو او هغه به پر اسلامي امت باندې يوازې اسلام پلی کوي چې د امت د فکري، سياسي او جغرافيوي يووالي ضامن دی او زموږ له وينو، عزت، سرچينو، يووالي، کتاب او اسلامي عقيدې څخه به بشپړه ساتنه کوي او د خپل بهرني سياست «دعوت او جهاد» له لارې به د اسلام نور نړيوالو ته رسوي.

سیف الله مستنیر


    د جالبیت  
|  

5.0

5/


ارزیاب کنندګان:2



   د نظر لیږد